لنډیز: که تاسو خپل ځان د رومانیا پولې د پولې اوړېدو په موقعیت یا د پولې د رومانیې غاړې ته په هر ځای کې ومومئ، او تاسو فکر کوئ چې تاسو د نړیوالې ساتنې اړتیا لرئ او د کور بیرته ستنېدو څخه ډارېږئ، نو تاسو حق لرئ چې په رومانیا کې د پناغوښتنې غوښتنه وکړئ.

یا زه کولای شم د پناه غوښتنې لپاره درخواست وکړم که څه هم زه په غیرقانوني توګه د پولی څخه تیر شوی واوسم؟

هو. د پناه غوښتلو حق د هر چا لپاره پلي کیږي، حتی که دوی په قانوني یا غیرقانوني ډول هیواد ته ننوتلي وي (یعنی پرته له مناسبو اسنادو).

په کوم شرایطو کې زه کولای شم خونديتوب ترلاسه کړم؟

که تاسو فکر کوئ چې تاسو په خپل هیواد یا ټاټوبي کې ځورول شوي یاست، یا تاسو د ځورونې څخه ډاریږئ او له همدې امله ستاسو نسل، مذهب، قومیت، ټولنیز ګروپ یا سیاسي عقیدې له کبله خپل هېواد ته ستنېدلای نه شئ، تاسو د کډوال په توګه پیژندل کیدی شۍ.

که تاسو فکر کوئ چې تاسود خطر، شکنجې، غیر انساني یا بد چلند یا مجازاتو له امله نشئ کولای خپل اصلي هیواد ته بیرته ستانه شئ یا نه غواړئ چې ستون شئ،  د ضرر یا خطر له امله تاسو ته مرستندویه تحفظ درکړل کیدای شي.

زه څه ډول کولای شم په سرحد باندی پناه و غواړم؟

که تاسو فکر کوئ چې تاسو د پورته ذکر شویو شرایطو څخه یو یاست او تاسو غواړئ چې په رومانیا کې د تحفظ غوښتنه وکړئ، سرحدي پولیس ته په لیکلي یا شفاهي توګه ووایی چې تاسو بیرته خپل کور ته ستانه کېدو څخه ډارېږئ او تاسو د “پناه” یا “خوندیتوب” غوښتنه کوئ. یوځل چې تاسو په رومانیا کې د پناه غوښتنه کوئ، تاسو حق نلرئ چې خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ تر څو چې د پناه غوښتنې پروسیجر پای ته رسېدلی نه وي.